د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پوځ وايي، روسیو ځواکونو د انرژۍ پر بېخبنا بمباریو ته دوام ورکړی


روسیو ځواکونو له تېرې څه مودې د اوکراین د انرژۍ څانګې په نښه کولو ته دوام ورکړی دی. (انځور: ارشیف)
روسیو ځواکونو له تېرې څه مودې د اوکراین د انرژۍ څانګې په نښه کولو ته دوام ورکړی دی. (انځور: ارشیف)

د اوکراین پوځ وايي، روسیو ځواکونو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د هغه هېواد په ښارونو کې د انرژۍ پر بېخبنا (انفراسټرکچر) بمباریو ته دوام ورکړ چې پکې نور ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه زره خلک له برېښنا بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیو ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فولکر تورک د ډېسېمبر پر ۱۵مه خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر بېخبنا نور بریدونه بشري وضعیت لا خرابولای شي او له کبله یې نور خلک بې کوره کېدای شي.

اوکرایني پوځ د ډېسېمبر پر ۱۵مه وویل، روسیو ځواکونو د توپونو بمباري د اوکراین په دونېڅک سیمه کې پر بخموت او افديېفکا سیمو متمرکزه کړې ده.

پوځ وايي، دا په داسې حال کې ده چې مسکو په ختیځ خارکوف سیمه کې د کوپیانسک او په جنوب ختیځ کې د زپورېژیا شاوخوا ته د خپل تاکتیکي حالت د مستحکمولو په تکل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG