د ناروې د کډوالو شورا ویلي دي چې د طالبانو حکومت د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې له لنډمهاله استوګنځایونو څخه شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بې کوره شوي کسان ایستلي دي.
یادې شورا د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه بیان کې وویل چې هغه کسان په تېرو اوونیو کې له اتو لنډمهاله او نارسمي مېشتځایونو څخه ایستل شوي دي.
بیان کاږي چې زرګونه کورنۍ د تېرو لسیزو د ناکراریو او په وروستیو کې د وچکالۍ له وجې د بادغیس له کلیو څخه قلعه نو ته کډه شوې وې چې هلته بشري مرستې ترلاسه کړای شي.
بیان وايي چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا دوه مېلیونه بې کوره شوي وګړي په کیمپونو او لنډمهاله مېشتځایونو کې اوسي.
د ناروې د کډوالو شورا په بیان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي دي چې تر هغو چې بې کوره شویو خلکو دوامداره سرپناه نه وي موندلې، په سوړ ژمي کې دې یې له کیمپونو نه باسي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي رېچرډ بېنېټ هم پرون پر ټوېټر په بیان کې د شورا د دې غوښتنې ملاتړ کړی دی.
خو د طالبانو حکومت لا د ناروې د کډوالو شورا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.