د لاسرسي ځای

تازه خبر

کروشیا او ارجنټینا د فټبال نړیوال کپ نیمې پای لوبې ته ووتل


 د فټبال نړيوال جام د کوارټر فاينل په لومړۍ لوبه کې د کروېشيا لوبغاړي برازيل ته له ماتې ورکولو وروسته.
د فټبال نړيوال جام د کوارټر فاينل په لومړۍ لوبه کې د کروېشيا لوبغاړي برازيل ته له ماتې ورکولو وروسته.

ارجنټينا او کروېشيا د فټبال په نړيوال جام کې نېمې پای لوبې یا سیمي فاینل ته ورسېدل.

د ډېسېمبر پر نهمه شپې مهال د فټبال د نړيوال جام د کوارټر فاينل په لومړۍ لوبه کې کروېشيا برازيل ته ماتې ورکړه.

تر هغه وروسته په دویمه لوبه کې ارجنټينا بیا نيدرلېنډز هیواد مات کړ او نیمې پای لوبې ته ووتل.

د ډېسېمبر پر لسمه به د پېښور له وخت سره سم د شپې پر اته بجې په لومړۍ لوبه کې مراکش له پرتګال سره لوبېږي.

د ارجنټینا لوبډله تر بریا وروسته
د ارجنټینا لوبډله تر بریا وروسته

د شپې پر ۱۲ بجې به په دویمه لوبه کې انګلستان له فرانس سره سیالي کوي. له دې لوبو بریالۍ هغه به یې په نیمه پای لوبه کې سیالي سره کوي.

ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام نیمې پای لوبې به د ډېسېمبر پر ۱۳مه او ۱۴مه نېټه ترسره کېږی.

د فټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG