د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين پر کوراخوفو ښار د روسیې تازه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي


يوه اوکراینۍ ښځه تر برید وروسته د ودانۍ مخې ته خفه ولاړه ده - انځور له ارشيفه
يوه اوکراینۍ ښځه تر برید وروسته د ودانۍ مخې ته خفه ولاړه ده - انځور له ارشيفه

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، د ډېسېمبر پر اوومه د هېواد د مشرقي سیمې دونېڅک په کوراخوفو وړوکي ښار کې په یوه حمله کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

ولسمشر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر اوومه شپې مهال په خپله ویډیويي وینا کې هغه یوه "بې رحمانه" حمله بللې چې پکې په وینا یې، "په بازار، د تېلو پمپ، د غلې په ځای، د بس په تمځای او په کورونو کې عام او پرامنه خلک په نښه شوي" دي.

د ولسمشر د دفتر د انتظامي چارو مرستیال کېریلو تېموشېنکو ویلي چې روسیو عسکرو پر کوراخوفو د ګڼو توغندیو ویشتونکو توپخانو له لارې بمباري کړې ده.

په دونباس سیمه کې هغه وړوکی ښار د روانې جګړې په مهمو ځایونو کې شامل دی. تېموشېنکو پر ټېلېګرام په خپرو کړیو ویډیوګانو کې هغه ودانۍ ښوولي چې تر حملې وروسته پکې اور لګېدلی دی.

بلخوا د اوکراين د برېښنا د ادارې (اوکرې اېنرګو) مشر ویلي، روسیې په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین د بجلۍ پر شبکه تر ۱،۰۰۰ زیات توغندي ویشتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG