د لاسرسي ځای

تازه خبر

فوټبال نړيوال جام: مراکش او پرتګال د کوارټر فاينل سياليو ته ووتل


په قطر کې د ډېسېمبر پر شپږمه د فوټبال نړيوال جام سياليو کې په پېنلټي پړاو کې مراکش هسپانیې ته ماتې ورکړه.
په قطر کې د ډېسېمبر پر شپږمه د فوټبال نړيوال جام سياليو کې په پېنلټي پړاو کې مراکش هسپانیې ته ماتې ورکړه.

د ډېسېمبر پر شپږمه د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې لومړۍ لوبه د مراکش او هسپانیې لوبډلو ترمینځ وه چې مساوي شوه. وروسته په پېنلټي پړاو کې مراکش هسپانیې ته د صفر په مقابل په درو ګولونو ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې پرتګال د سوېټزرلينډ پر وړاندې سیالي د يو په مقابل کې په شپږو ګولونو وګټله.

دا ډول د نړیوال جام د سیالیو په دویم پړاو کې مراکش او پرتګال لوبډلې کوارټر فاینل ته ووتې. تر دې وړاندې شپږ نورې لوبډلې هم د درېیم پړاو یعنې کوارټر فاينل سياليو ته وتلې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر شوې او دا ځل بيا په دويم پړاو کې اته لوبډلې له جامه ووتلې.

د نړیوال جام په درېيم پړاو کې به څلور سيالۍ کېږي چې د ډېسېمبر پر نهمه به په لومړۍ لوبه کې کروېشيا او برازيل او په دويمه لوبه کې نېدرلينډز (هالينډ) او ارجنټينا يو بل ته مخامخېږي.

د ډېسېمبر پر ۱۰مه به په درېيمه سيالۍ کې مراکش او پرتګال او په څلورمه سيالۍ کې به انګلېنډ (انګلستان) او فرانسه له يو بل سره لوبېږي.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامنټ) پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG