د لاسرسي ځای

تازه خبر

الجزيره ټېلېويژن د خپلې وژل شوې خبريالې شیرين ابوعاقلې قضيه د جرایمو نړيوال عدالت ته وړي


شیرين ابوعاقله د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۱۱مه هغه مهال ووژل شوه کله چې يې د اسراييلي ځواکونو په غربي څنډه کې د چاپې جریان په اړه راپور ورکاوه ــ انځور له ارشيفه
شیرين ابوعاقله د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۱۱مه هغه مهال ووژل شوه کله چې يې د اسراييلي ځواکونو په غربي څنډه کې د چاپې جریان په اړه راپور ورکاوه ــ انځور له ارشيفه

الجزيره ټېلېويژن وايي چې د خپلې وژل شوې خبريالې شیرين ابوعاقلې قضيه د جرایمو نړيوال عدالت (ای سي سي) ته وړي.

شیرين د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۱۱مه هغه مهال ووژل شوه کله چې يې د اسراييلي ځواکونو په غربي څنډه کې د چاپې جریان په اړه راپور ورکاوه.

د الجزیره ټېلېويژن چارواکي وايي، د هغې وژنه د اسراييلي پوځ لخوا څرګنده قتل دی. قطر مېشتې ادارې نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) په يوه بیان کې ويلي چې دوی د فلسطيني نژادې امريکايي خبريالې د وژنې په اړه نوي شواهد لري چې په خبره يې دا يو "لوی جنايت" دی.

ای سي سي مکلف نه ده چې دا مقدمه واخلي. اسراييل په لومړي سر کې فلسطيني وسلوال د هغې په وژنه تورن کړي ول خو وروسته په سېپټېمبر مياشت کې يې وويل چې "زیات امکان" لري چې خبرياله د اسراييلي سرتېري په مرمۍ لګېدلې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG