د لاسرسي ځای

تازه خبر

فوټبال نړيوال جام: نن مراکش له سپېن او پرتګال له سوېټزرلېنډ سره مخامخېږي


د ډېسېمبر پر پينځمه د نړیوال جام د سیالیو په دویم پړاو کې د برازيل او کروشيا لوبډلې کوارټرفاینل ته ووتې.
د ډېسېمبر پر پينځمه د نړیوال جام د سیالیو په دویم پړاو کې د برازيل او کروشيا لوبډلې کوارټرفاینل ته ووتې.

د فوټبال په نړیوال جام کې مراکش له سپېن او پرتګال د سوېټزرلېنډ پر وړاندې لوبېږي.

د ډېسېمبر پر شپږمه لومړۍ لوبه د مراکش او سپېن لوبډلو ترمینځ ده چې د پېښور له وخت سره سم، د شپې پر اته بجې پیلېږي. د پرتګال او سوېټزرلېنډ ترمینځ لوبه بیا د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو پیلېږي.

د ډېسېمبر پر پينځمه د نړیوال جام د سیالیو په دویم پړاو کې د کروشيا او برازيل لوبډلې کوارټرفاینل ته ووتې. په لومړۍ سیالۍ کې کروشيا جاپان ته په پېنلټي پړاو کې د یو په پرتله په دريو ګولونو ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې برازيل د جنوبي کوريا پر وړاندې سیالي د صفر په مقابله کې په څلو ګولونو وګټله.

د دویم پړاو په هره لوبه کې بریالۍ لوبډله مخته ځي او بایلونکې لوبډله له نړیوال جامه وځي. دا تر هغې وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر شوې.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامنټ) پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG