د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان په دار ځړولي دي


دا د اوین په نامه د ایران هغه زندان دی چې د لوړې کچې بندیان پکې ساتل کېږي. (انځور: ارشیف)
دا د اوین په نامه د ایران هغه زندان دی چې د لوړې کچې بندیان پکې ساتل کېږي. (انځور: ارشیف)

ایران د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد لپاره د کار کولو په تور ۴ کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د ډېسېمبر پر څلورمه خبر ورکړی چې هغه څلور کسان د یکشنبې (اتوار) پر سهار په دار ځړول شوي دي.

په اعدام شویو بندیانو کې حسین اردوخانزاده، شاهین ایماني محمودابادي، میلاد اشرفي او منوچهر شهبندي شامل دي.

پر هغو کسانو تور وو چې له موساد څخه یې وسلې او کمپیوټري پیسې (کرېپټو کرنسي) تر لاسه کړې ده. خو نه تر مرګ وړاندې د هغو کسانو او نه هم د هغوی د کورنیو دریځ مخې ته راغلی دی.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ادعا کړې چې د اسراییلو له استخباراتي ادارې موساد سره په تړاو یې یوشمېر کسان نیولي دي.

یاد ځواک پر نیول شویو کسانو تور پورې کړی چې د ودانیو په ویجاړولو او د ایرانیو وګړو په تښتونو کې لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG