د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر په مشرۍ پلاوی د متحده عربي اماراتو په سفر دی


سرچینې وايي، ملا یعقوب مجاهد او نور چارواکي د اماراتو له مشرانو سره ګوري - پخوانی انځور.
سرچینې وايي، ملا یعقوب مجاهد او نور چارواکي د اماراتو له مشرانو سره ګوري - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت سرچینې وايي، د دفاع د سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی د ډېسېمبر پر درېیمه متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، پلاوی د اماراتو له مشرانو او هلته له مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره ګوري.

په همدې حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د ډېسېمبر پر درېیمه له افغانستانه په بهرني سفر ولاړ او ځینې سرچینې وايي، ښايي هغه هم په اماراتو کې تم شي. دا د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د کرزي لومړنی بهرنی سفر دی.

اماراتو ته د چارواکو سفر ځکه مهم ګڼل کېږي چې د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني هلته دېره دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو د دفاع وزیر به له کرزي او یا هم له غني سره وګوري او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG