د لاسرسي ځای

تازه خبر

په "اردو نړیوال کنفرانس" کې پر پښتو ژبه او ادب بحث شوی


په کراچۍ کې له تېرو ۱۵ کالو راهيسې هر کال د " اردو نړيوال کنفرانس" جوړېږي.
په کراچۍ کې له تېرو ۱۵ کالو راهيسې هر کال د " اردو نړيوال کنفرانس" جوړېږي.

د پاکستان د کراچۍ ښار په ارټس کونسل کې د ډېسېمبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې د نړيوال اردو کنفرانس په لړ کې د پښتو ژبې او ادب په اړه هم بحث شوی دی.

د پښتو ژبې لیکوالو، پوهانو، شاعرانو او ګڼ شمېر خلکو د ډېسېمبر پر دویمه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې "پښتو ژبه او ادب په ۲۱مه پېړۍ کې" سر لیک ورکړل شوی وو. وینا والو د پښتو ژبې پر ادب او تاريخ ډيرې ژورې ويناګانې وکړې.

د غونډې مشر مېلمه پروفيسر ډاکټر اباسين يوسفزي په کراچۍ کې د پښتنو لوی شمېر ته په اشاره وویل، "کراچۍ د پښتنو تر ټولو لوی ښار دی نو داسې پروګرامونه بايد په کراچۍ کې بيا بيا وشي."

نوموړي وویل چې پښتانه باید دوی ته د قام په حېث په ورپېښو ستونزو خبر وي او دا هله کېدای شي چې داسې غونډې ورته جوړې شي. ده وویل، "پښتانه دا وخت له بده مرغه له خپلې ژبې، ادب او کلتوره نه خبريږي، په تعلیمي ادارو په نصاب، په ميډيا کې په دې اړه هيڅ نشته ،نو ځکه موږ ځوانان او د روان نسل لپاره دا يوه لويه ستونزه ده."

داکټر اباسین یوسفزي زیاته کړه چې د خپلې مورنۍ ژبې په ادب، تاریخ او سیاست ځان خبر ساتل د هر پښتانه مسوولیت دی.

په کراچۍ کې مېشت ليکوال او شاعر قيصر اپرېدي وويل، له کله چې پښتنو خپله مورنۍ ژبه پرېښې، ادب او کلتور یې هير کړي دي نو د ده په وینا، له ستونزو سره مخامخ شوي دي. ده وویل، "په کار ده چې موږ خپل کلتور او ژبه هيريدو ته پرېنږدو او خپل ځوانان او روان نسل ترې خبر کړو او د دې لپاره د داسې غونډو ډېره اړتیا ده."

ډاکټر عرفان الله خان بيا وويل چې داسې پروګرامونه، په ځانګړ‎ي ډول د پښتنو ځوانانو لپارہ ډېر ګټور ګرځي. ده زیاته کړه،‌ " پښتو ژبه او ادب پخپله له يو تاريخ سره ائين( دستور) لري، په کار ده چې موږ يي هير نه کړو."

د غونډې نورو ګډونوالو هم د پښتو ادب په اړه د وينا ګانو تر څنګ د پاکستان په پښتون ميشته سېمو او افغانستان کې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

د کراچۍ په ارټس کونسل کې په جوړ شوي نړيوال اردو کانفرنس کې يو ځل بيا دا قرارداد منظور شو چې د هيواد په ټولو صوبو کې ویل کېدونکو ژبو ته باید د ملي یا قومي ژبو حیثیت ورکړل شي. د تېر کال په نړیوال اردو کنفرانس کې هم دا قرار داد منظور شوی وو.

په کراچۍ کې له تېرو ۱۵ کالو راهيسې هر کال د " اردو نړيوال کنفرانس" جوړېږي. پر دې مهال د پښتو په ګډون نورو ژبو ته هم د بحثونو وخت ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG