د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د فوټبال نړیوال جام ۴ سیالۍ کېږي


د نومبر پر ۲۲مه په وروستۍ سیالۍ کې فرانسې، اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د نومبر پر ۲۲مه په وروستۍ سیالۍ کې فرانسې، اسټرالیا ته ماتې ورکړه

ټاکل شوې چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام اتلولۍ په لړ څلور سیالۍ وشي.

د نومبر پر ۲۳مه په لومړۍ سیالۍ کې مراکش او کروېشیا یو بل ته مخامخېږي. هغه سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر درو او د کابل پر دوه نیمو پیلېږي.

تر دې وروسته د پېښور پر شپږو او د کابل پر پینځه نیمو بجو د جرمني او جاپان لوبډلې سیالي لري.

درېیمه لوبه د پېښور پر ماخوستن نهه بجې د هسپانیې او کوسټا رېکا او څلورمه یې د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو د بېلجییم او کاناډا لوبډلو ترمینځ کېږي.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۲مه سعودي عرب د ارجنټينا لوبډلې ته د يو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې د ډنمارک او تيونس او په درېيمه لوبه کې د میکسيکو او پولینډ ترمینځ سیالۍ بې له ګول کولو مساوي شوې خو په څلورمه سیالۍ کې فرانسې اسټراليا ته د يو په مقابل کې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو ترمينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG