د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنې دوه کسان وژلي دي


د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې د چاودنې په ترڅ کې موټر اور واخيست او پکې ناست دوه کسان ووژل شول ــ انځور له ارشيفه
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې د چاودنې په ترڅ کې موټر اور واخيست او پکې ناست دوه کسان ووژل شول ــ انځور له ارشيفه

په کابل کې پرون ماښام (د نومبر پر ۲۱مه) په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې چاودنه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند درېیم پروان سیمه کې په یوه کرولا ډوله موټر کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې موټر اور اخیستی او پکې ناست دوه کسان وژل شوي دي.

ځدراڼ زیاته کړه چې سیمې ته د پلټنې ډله تللې او د پېښې نور تفصيل به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

تر اوسه د دې بريد مسوليت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG