د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره چيانو د ایران اسلامي جمهوریت باني پلارني کور ته اور اچولی


د څو اونيو د ناکراريو پر مهال ايراني حکومت ظالمانه کارروايانې کړې دي.
د څو اونيو د ناکراريو پر مهال ايراني حکومت ظالمانه کارروايانې کړې دي.

د ايران په خمين ښار کې مظاهره چيانو د ایران اسلامي جمهوریت باني ايت الله روح الله خمیني پلارني کور ته اور اچولی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې د خميني کور چې اوس د ميوزيم په توګه ساتل کيږي، د نومبر پر ۱۷مه ناوخته پرې اور بليږي.

د دې ويډيويي ټوټو باوجود د ايران انقلابي ځواک سره تړلی خبري اژانس تسنيم دا ردوي او وايي چې د مړ شوي خميني کور اوس هم د سيلانيانو پر وړاندې خلاص دی.

رويټرز خبري اژانس لیکي چې د اور لګېدنې د کره وخت پخلی نه شي کولای.

تر دې مخکې د " ۱۵۰۰ تصوير" په نامه د حکومت مخالفه فعالانو ډلې رپورټ ورکړ چې دغه پېښه د ۱۷م نومبر په شپه شوې ده. په عين وخت کې د روح الله خميني په پلرني ښارګوټي کې د احتجاجي غونډو خبرونه خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د څو اونيو د ناکراريو پر مهال ايراني حکومت ظالمانه کارروايانې کړې دي . دا ناکراري چې د مهسا اميني تر وژنې وروسته رامنځته شوې دي، د ۱۹۷۹م له انقلابه راهسې د ايران اسلامي رژيم لپاره يو له غټو چېلنجونو ده.

۲۲ کلنه مهسا اميني چې د حجاب اصول بشپړ نه مراعتولو په تور نيول شوې وه ، د سېپټمر پر ۱۶ مه د پوليسو په حراست کې مړه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG