د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په کورونا وايرس اخته شوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب نن (د نومبر پر ۱۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د وزيراعظم طبيعت له تېرو دوو ورځو راهيسې ناسازه وو او د ډاګټر له مشورې سره سم چې يې کله نن د کورونا وايرس تېسټ وکړ نو هغه مثبت راغلی.
دا درېيم ځل دی چې شهباز شريف کورونا وايرس نيولی دی. نوموړی تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ او تر هغه وړاندې د ۲۰۲۰ز کال په جون کې کورونا شوی وو.
شهباز شريف تېره اوونۍ لندن ته سفر کړی وو او پرون (د نومبر پر ۱۴مه) له هغه ځايه پاکستان ته ستون شو. نوموړي په لندن کې د ناروغۍ له کبله پاکستان ته ستنېدل دوې ورځې ځنډولي ول.