د لاسرسي ځای

تازه خبر

" کوکنار او بنګ نه کرو خو حکومت دې مرستې وکړي"


په قبایلي سیمو کې کوکنار کرل شوي
په قبایلي سیمو کې کوکنار کرل شوي

پراګ ـ د خېبر اېجنسۍ د کروندګرو ټولنې له حکومته غوښتې چې د دوی د کوکنارو د فصلونو له ختمولو وړاندې دې دوی ته د متبادلو فصلونو د کرکېلې لپاره کومک وکړي.

د يادې اتحاديې مشر جنت ګل اپريدی وايي چې قبايلي ولس د کلونو کډوالي تيره کړې، قرضې پرې ختلي او د د ګټې وټې یواځېنۍ لاره یې داده چې ګټور فصلونه وکري.

(( حکومت د بنګو او کوکنارو د فصلونو د اړلو کار پیل کړی، چې له وجې یې کروندګر د اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. د سیمې د خلکو د ګټې دا یواځېنۍ سرچینه ده نو حکومت له پکار دي چې د متبادلو ګټورو فصلونو د کرلو لپاره دې ورته د تخمونو او بزغلیو کومک وکړي. کروندګر وايي که داسې وشول دوی به کله هم کوکنار او بنګ ونه کري.))

د خېبر اېجنسۍ د کروندګرو ټولنې پخوانی مشر ملک حلیم ګل چې د تیرا د سپاه قبیلې سره تړاو لري وايي، حکومت لره نه ښايي چې د خلکو ولاړ فصلونه تلف کړي.

(( سهي طریقه دا ده چې که حکومت له چا نه څه اخلي، نو چې بیا په بدل کې څه ور هم کړي. اوس چې د باړې او د تیرا د خلکو رسېدلي فصلونه اړول کېږي، نو لازمه ده چې د دغو خلکو سره مرسته هم وشي.))

خو بل پلو د خېبر اېجنسۍ د باړې او تېرا سیمو لپاره مرستیال پوليټیکل اېجنټ عصمت الله وزیر وايي، حکومت د کروندګرو سره د مرستو پلان لري.

((دا چې د کوکنارو د فصل له وجې ستونزې جوړېږي نو موږ کروندګرو ته د زیتونو، زعفرانو، غوزانو، مڼو او نورو فصلونو او مېوو د کرکیلې لپاره نه یوازې تخمونه او بوټي بلکې کیمیاوي سرې هم ورکوو.))

عصمت الله وزير وايي حکومت د بنګو او کوکنارو فصلونه په هېڅ حال کې نه شي زغملی نو خلکو له پکار دي چې د دغو فصلونو له کرلو څخه دې ډډه وکړی.

XS
SM
MD
LG