د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلينډ پاکستان ته په ماتې ورکولو د ۲۰ اووریز کرکټ کپ اتل شو


دا داوهم ځل دی چې انګلينډ د ۲۰ اووریزو سیاليوو اتلولي خپلوي
دا داوهم ځل دی چې انګلينډ د ۲۰ اووریزو سیاليوو اتلولي خپلوي

انګلينډ د نومبر په ۱۳مه د اسټراليا په ميلبورن کې شوې پايلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د شل اووریز کرکټ نړيوال جام اتل شو.

انګلينډ د پاکستان ۱۳ رنزونه په ۱۹م اورو کې د ۵ ويکټو په زیان پوره کړ. بین سټوکس ۵۲، جاس بټلر ۲۶ او هېري بروک ۲۰ رنزونه وکړل.

تر دې مخکې ټاس انګلينډ وګاټه او پاکستان ته یې د بيټينګ کولو وویل. د پاکستان په ۱۳۷ کې شان مسعود تر ټولو ډېرې ۳۸، بابر اعظم ۳۲ او شاداب خان ۲۰ منډې جوړې کړي. د انګلينډ سېم کرن ۳، عادل رشيد او کريس جورډن ۲، ۲ ويکټې واخیستې.

سېم کرن د لوبې او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو. هغه په ټولو سیاليو کې ۱۳ ويکټې اخیستې دي. نوموړي د دې جایزې تر اخیستو وروسته وويل چې د دوی بریا د انګلينډ د لوبغاړو وړتياوو او تېز کرکټ کولو نتيجه ده.

پاکستان په ۲۰۰۹ او انګلينډ په ۲۰۱۰ کال کې د شل اووریزو کرکټ کپ اتلولۍ ګټلې وي. پر دوی سربیره اسټراليا په ۲۰۲۱، هند په ۲۰۰۷، سريلنکا په ۲۰۱۴ او ویسټ انديز دوه ځل په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال کې د شل اووریزو کرکټ نړيوال جامونه ګټلي وو.

په اسلام اباد کې خلک د نړیوال کپ فاینل ګوري
په اسلام اباد کې خلک د نړیوال کپ فاینل ګوري

د انګلينډ لوبډلې مشر جاس بټلر وويل چې د پاکستان په وړاندې یې مخکې هم ډېرې سیالۍ کړې دي نو ځکه ورته د هغوی منفي او مثبت اړخونه معلوم دي. هغه زیاته کړه چې د انګلينډ لوبډله د هرې سیالۍ لپاره د ځانګړي پلان له مخې لوبه کوي چې نن یې هم همداسې وکړل.

د لوبې تر بايللو وروسته د پاکستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم وويل چې دوی بايد ډېر رنزونه کړی وای. هغه زیاته کړه چې ۱۳۷ رنزونه کم وو او لږ تر لږه یې بايد شل منډې کړې وای خو نوموړي وويل چې بيا یې هم بالرانو ښه لوبه وکړه چې سیالي تر ۱۹م اوور ورسېده.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې وې چې پکې ۱۶ لوبډلو برخه واخیسته. انګلينډ په نيمه پايلوبه (سیمي فاينل) کې هند او پاکستان ننيوزيلينډ ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته رسېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG