د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلينډ د شل اورویزه کرکټ جام فاینل ته ورسيد


الیکس هېلز او جاس بټلر تر پايه اوټ نه شول
الیکس هېلز او جاس بټلر تر پايه اوټ نه شول

انګلينډ په شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ سیمي فاینل کې هند ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه او پايلوبې (فاينل) ته ووت.

د نومبر پر لسمه د اسټراليا په ايډيلېډ کې شوې دې سیالۍ کې ټاس انګلينډ وګاټه او هند ته یې د بيټينګ کولو وويل. هند په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړي. د هند لخوا هادريک پانډيا ۶۳ او ويرات کوهلي ۵۰ رنزونونه وکړل.

د انګلينډ کریس جورډن تر ټولو ډېرې ۳، عادل رشيد او کریس ووکس يوه يوه ويکټه واخیسته. د هند يو لوبغاړی د منډې وهلو په وخت اوټ شو.

د هند د ۱۶۸ رنزونو پوره کولو لپاره د انګلينډ لوبډلې مشر جاس بټلر او د هغه د بېټينګ د پيل ملګري ايلیکس هيلز تېزه توپوهنه وکړه. دوی په ۱۶ اورونو کې دا هدف پوره کړ. هېلز ۸۶ او بټلر ۸۰ رنزونه وکړل. انګلينډ به د پاکستان سره فاينل کوي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي. دا لوبه په ميلبورن کرکټ ميدان کې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG