د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال کپ فاينل ته ووت


بابر اعظم او محمد رضوان نيمه سلیزې ووهلې
بابر اعظم او محمد رضوان نيمه سلیزې ووهلې

پاکستان د نړيوال شل اووریز کرکټ په نړيوال کپ کې نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه او پايلوبې (فاينل) ته ورسېد.

د نومبر پر نهمه نيمه پايلوبه (سيمي فاينل) د اسټراليا په سیډڼي کې وشو. په دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ نيوزيلينډ وکړ او په شل اوورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۲ رنزونه وکړل. د نيوزيلينډ لخوا ډېريل ميچل تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې وکړي.

د پاکستان لخوا شاهين افريدي تر ټولو ډېرې، دوه ويکټې واخیستې.

پاکستان دا هدف په ۱۹ اوور کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. د پاکستان لخوا محمد رضوان ۵۷ او بابر اعظم ۵۳ رنزونه وکړل. رضوان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د پاکستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم د لوبې تر ګټلو وروسته وويل چې پلان یې دا وو چې په لومړيو شپږ اوورونو کې ښه لوبه وکړي. د هغه په وينا همداسې وشول او په بالينګ او بېټينګ دواړو کې یې په لومړيو شپږ اوورونو کې لوبډلې ښه لوبه وکړه.

د نيوزيلينډ لوبډلې مشر کېن ويلیمسن بيا وويل چې د لوبو په دې لړۍ کې یې ښه سیالي وکړه خو په سيمي فاينل کې یې لوبډلې هغسې بهتره لوبه ونه شوای کړای. هغه زیاته کړه چې پاکستان تر نيوزيلينډ بهتره فېلډينګ، بالينګ او بېټينګ وکړ نو ځکه هغوی ګټونکي شول.

دوهم سيمي فاینل به د نومبر په لسمه د هند او انګلينډ ترمنځ کيږي. دا سيالي به په ايډيلېډ کې کيږي او د پېښور په وخت د ماسپخين په يوه بجه پيليږي.

په اسټرالیا کېد ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

XS
SM
MD
LG