د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ د پوځي قانون ترمیمي مسوده منظوره کړه


نن چارشنبه د پاکستاني پوځ په قانون کې د بدلونونو مسوده سېنېټ ته له وړاندې کېدو سره سمدستي منظوره کړل شوه.

د سېنېټ دفاع قايمه کمېټۍ د پاکستان ځمکني، فضايي او بحري ځواکونو د مشرانو کاري مودې غځولو په اړه درې بلونه په سېشنبه منظور کړي ول.

د یادې کمېټۍ غړي انوارالحق کاکړ د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل، د پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ (ن)پيپلز پارټۍ او بلوچستان عوامي پارټۍ غړیو د بلونو ملاتړ وکړ او کوم ګوندونه چې د دې بېلونو مخالف ول، هغوی په غونډه کې له سره برخه وانخیستله.

د نوموړي په وینا دا بل به اوس د پاکستاني صدر له لاسلیکېدو پس قانون وګرځي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر اوومه نېټه دغه قانوني مسوده منظوره کړه چې د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند په ګډون د اپوزېش ځینو سیاسي ګوندونو یې د بدلونونو په حق کې رایې ورکړې خو جمیعت علماء اسلام ف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي او له وزیرستانونو د قامي اسمبلۍ دوو غړیو علي وزیر او محسن داوړ يې مخالفت وکړ.

د جميعت علما اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالشکور د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل په پاکستان قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او ځينو نورو سياسي ګوندونو غړیو د هغه پوځي مشر د کاري مودې غځولو په حق کې رایې ورکړې، او دا تور به ورباندې لګولو چې په ۲۰۱۸ م کال کې يې د عمران خان په ملاتړ درغلي کړې وه او هغه يې د پاکستان وزيراعظم جوړ کړ .

عبدالشکور وايي له دغه انتخاباتو وروسته چې يادو ګوندونو، ''ووټ کو عزت دو يا ووټ ته عزت ورکړئ''، کومه بيانيه رامنځته کړې وه هغه له منځه تللې: ''دا څنګه جمهوريت دی چې ته د يو داسې وزيراعظم او حکومت ملاتړ کوې چې تا ورته تر اوسه جعلي بللی.''

ياده دې وي چې د پاکستان حکومتي ګوند تحريک انصاف او پوځ په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.

د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي خرم دستګير خان د جنورۍ په اتمه مشال رېډيو ته وويل چې دوی اوس هم پر دې موقف ولاړ دي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه، خو زیاتوي د دوی رهبر نواز شريف چې ''ووټ کو عزت دو'' کومه مبارزه پیل کړې، هغه د پوځي مشر د کاري مودې له غځولو سره نه ناکامه کېږي: ''موږ ته د ولس د حق حاکميت د قايمولو لپاره له پوځي ادارې سره د خبرو کولو ضرورت دی نه چې له يو کس یا د هغې له یوه مشرسره. ځکه چې دغه ادارې تر څلورو لسيزو پورې د پاکستان په سياست کې مداخله کړې نو له دغې ادارې سره خبرې کول دي او زه به بيا ووايم چې له يو قانون جوړونې سره جنګ نه ګټل کېږي او نه بایلل کېږي.''

د پاکستان پوځي، سمندري او هوايي ځواک د ۲۰۲۰ز ترميمي بلونه د پاکستان وزيراعظم ته د مځکني، هوايي، سمندري او ګډو ځواکونو د مشرانو د کاري مودې د غځولو حق ورکوي. په قانون کې د پوځي افسرانو د کورناستيکېدو یا تقاعد عمر ۶۰ کاله دی خو په دې قانون کې د وړانديز شویو تراميمو له مخې که وزيراعظم هغه بيا وټاکي يا يې کاري موده وغځوي نو تر ۶۴کلنۍ پورې کار کولای شي.

واکمن ګوند تحريک انصاف د مځکني، بحري، فضايي او ګډو ځواکونو د مشرانو د کاري مودې غځولو په اړه درې بلونه له هغه پس اسمبلۍ ته وړاندې کړل چې د نومبر په مياشت کې د پاکستان سپريم کورټ د وزيراعظم عمران خان له خوا د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې غځولو اقدام وځنډاوه. عدالت وويل چې په پوځي قانون کې ابهام دی او حکومت دې په دې اړه قانون سازي وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG