د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې وسلوالو یو پولیس افسر وژلی دی


د جولای پر اوومه په رېموټ کنټرول برید کې د مردان د چمتار تاڼې ور او دېوال پرېوتي ول.
د جولای پر اوومه په رېموټ کنټرول برید کې د مردان د چمتار تاڼې ور او دېوال پرېوتي ول.

د مردان ضلعې په کاټلنګ کې وسلوالو د پولیسو د ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) یو افسر فرید خان وژلی دی.

د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نومبر پر څلورمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، فرید خان د پنجشنبې (زیارت) پر ماخوستن د لمانځه لپاره جومات ته پر لاره وو چې پر موټرسایکل سپرو دوو وسلوالو وویشت.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي او لټون یې روان دی.

فرید خان په بېلابېلو تاڼو کې د اېس اېچ او یا تاڼېدار او په مردان کې د ډي اېس پي په توګه دنده ترسره کړې وه.

د روان کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې په هدفي حملو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو او پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د مردان د چورا تاڼې په حدودو کې په چاودنه کې یو کس وژل شوی وو. داراز، د جولای پر اوومه په مردان کې له چمتار تاڼې سره نېږدې د رېموټ کنټرول بم برید شوی وو چې پکې یو پولیس وژل شوی او د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي ول.

په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جلسې شوې دي خو صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي چې د صوبې امنیت ته ژمن دي او دا چې د دې لپاره یې امنیتي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG