د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن د فينلېنډ او سويډن له مشرانو سره پر امنيتي او دفاعي همکارۍ ټينګار کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امريکا ولسمشر جو بایډن د فينلېنډ او سويډن له مشرانو سره د مې پر ۱۳مه په يو ګډ ټليفوني تماس کې پر نږدي امنيتي او دفاعي همکارۍ ټينګار کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې پر اوکراين د روسيې تر بريد وورسته فينلېنډ په ناټو کې د شامليدو خبره کړې وه. د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې بایډن د سویډن له وزيراعظمې مګدالینا اینډرسن او د فينلېنډ له ولسمشر ساولي نینیستو سره خبرو کې د اوکراین په جګړه کې له اغېزمنو خلکو سره د مرستو ژمنه تکرار کړه.

سپینې ماڼۍ او د امريکا دفاع وزارت وروسته وویل، دوی د ناټو له اتحادي ترکیې لخوا د فينلېنډ او سویډن غړیتوب ته د احتمالي اعتراضونو په اړه وضاحت غوښتي دی.

د سویډن او فينلېنډ حکومتونو په دې اوونۍ کې د ماسکو لخوا د اټکل شوي ګواښ په غبرګون کې پلانونه وړاندې کړي چې د دې اوونۍ په پای کې د ناټو د غړیتوب لپاره غوښتنليکونه ورکوي.

سپینې ماڼۍ وویل: "ولسمشر بایډن د ناټو د پرانیستې دروازې پالیسۍ او د فينلېنډ او سویډن د هغه حق پر ملاتړ ټینګار وکړ چې دغه هېوادونه د خپل راتلونکي، بهرنۍ پالیسۍ او امنيت په اړه پریکړه وکړي."

د ناټو اتحاد ډیری غړو وار له مخې د سویډن او فينلېنډ د غوښتنلیکونو څخه ملاتړ څرګند کړی چې دواړه هېوادونه په دودیز ډول بې طرفه پاتې شوي، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې پر ۱۳مه وویل چې د دوی د غړیتوب په اړه "مثبت رايه" نه لري.

د ناټو غړیتوب د ۳۰ غړو هېوادونو متفقه ملاتړ ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG