د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ نيمه پايلوبه سبا د پاکستان او نيوزيلېنډ تر مينځ کېږي


د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال کپ لومړۍ نيمه پايلوبه به د نومبر پر نهمه د نيوزيلېنډ او پاکستان تر مينځ د اسټراليا په سېډني ښار کې کېږي ــ انځور له ارشيفه
د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال کپ لومړۍ نيمه پايلوبه به د نومبر پر نهمه د نيوزيلېنډ او پاکستان تر مينځ د اسټراليا په سېډني ښار کې کېږي ــ انځور له ارشيفه

د کرکټ د ۲۰ اووريز نړيوال کپ لومړۍ نيمه پايلوبه (سېمي فاينل) سبا (د نومبر پر نهمه) د پاکستان او نيوزيلېنډ تر مينځ کېږي.

د اسټراليا په سېډني ښار کې کېدونکې دا لوبه د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه پيلېږي. دویمه نيمه پايلوبه بيا بل سبا (د نومبر پر ۱۰مه) د هند او انګلستان ترمینځ د اسټراليا په اېډيلېډ ښار کې کېږي چې هغه به هم د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه پيلېږي.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام سيالۍ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پيل شوي او پایلوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه په مېلبورن ښار کې د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG