د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او جنوبي کوریا وايي د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې ترینګلتیا زېږولې ده


د شمالي کوريا د ميزايلو ازموينه (انځور له ارشيفه)
د شمالي کوريا د ميزايلو ازموينه (انځور له ارشيفه)

د امریکا او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزیرانو د شمالي کوريا د توغنديو ازموینې غندلې دي.

د امريکا بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د هغه هېواد او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو اینتني بلېنکن او پارک جېن د شمالي کوریا د ګړندیو بیلېسټېک میزايلو ازموینه غندلې ده چې له وجې یې په سیمه کې ترینګلتیا زېږېدلې ده.

دوی د هغه توغندي ازموینه هم غندلې چې شمالي کوریا په بې احتیاطه او خطرناکه توګه وتوغاوه د جنوبي کوریا ساحل ته نېږدې پرېوت.

بلېنکن او پارک تر هغې وروسته له یو بل سره ټېلېفوني خبرې وکړې چې شمالي کوریا لږترلږه ۱۷ توغندي وداغل چې ورڅخه یې یو د جنوبي کوریا له ساحله شاوخوا ۶۰ کېلومیټره لیرې پرېوت.

په بیان کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل جنوبي کوریايي سیال ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د خپلو اتحادیانو د امنیت ټینګښت او د شمالي کوریا د بیلېسټېک توغندیو او د ډله ییز ویجاړي وسلو د پروګرام مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG