د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي نړۍ دې د غلې لېږدولو له موافقې د روسیې وتلو ته "سخت غبرګون" وښيي


د اوکراین له اودېسې بندره په غلې بار بېړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ځي - د اګست ۲۲مې انځور.
د اوکراین له اودېسې بندره په غلې بار بېړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ځي - د اګست ۲۲مې انځور.

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي ويلي چې نړۍ ته د اوکراينۍ غلې د لېږدولو له موافقې څخه د روسیې وتلو ته بايد "سخت نړيوال غبرګون" وښوول شي.

ولسمشر زېلېنسکي د اکتوبر پر ۲۹مه وويل چې د روسیې دا پرېکړه به په افریقا او اسيا کې د خوړو د کمښت او قحطۍ لامل شي.

روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين یرغل وکړ او ګڼ ځايونه یې نيولي دي چې پکې د اوکراين هغه بندرونه هم شامل دي چې د هغه هېواد غله ترې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته استول کېږي.

مسکو د ملګرو ملتونو په مینځګړتوب سلا شوی وو چې د غلې د برامد (صادرولو) مخه به نه نیسي خو د اکتوبر پر ۲۸مه یې وويل چې د کښتيو امنيت نه شي ساتلای نو ځکه "تر نامعلومې مودې" له موافقې وځي.

ملګرو ملتونو ويلي چې په دې اړه یې د روسيې له چارواکو سره خبرې روانې دي او غږ یې کړی چې مسکو دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

د روسیې او اوکراين چارواکو د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکی هغه تړون لاسليک کړی وو چې هدف يې د اوکراین غله په خوندي ډول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول ول.

تر هغې وروسته د اګست پر لومړۍ نېټه د اوکراین له اودېسا بندره په غلې بار لومړۍ بېړۍ روانه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG