د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې میندل شوي د ۱۶ کان کېندونکو مړي خاورو ته وسپارل شو


د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د ۱۶ کان کېندونکو مړي خاورو ته وسپارل شو.
د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د ۱۶ کان کېندونکو مړي خاورو ته وسپارل شو.

د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په ګلو تنګي کې د میندل شویو ۱۶ کانکېندونکو مړي په شانګله کې خاورو ته سپارل شوي دي

دا کانکېدونکي نهه کاله وړاندې د ۲۰۱۱م کال په سېپټمبر کې موندد پېښور له نيمه قبايلي سيمې کاله خېلو تښتول شوي ول.

د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو اتحاديې - ليبر فيډريشن - مشر علي باز وايي چې د مړيو تر میندل کېدو وروسته دوی د خيبر پښتونخوا کانونو محکمې مشرانو سره رابطه کړې وه او د هغوی په مرسته یې مړي شانګلي ته وړي وو.

ده وویل چې د اپرېل پر ۱۰مه یې د شانګلې په الپورۍ کې ډېره لویه اجتماعي جنازه شوې او خاورو ته سپارل شوي دي.

د شانګلي پيراباد سيمي يو اوسيدونکي عابد يار مشال راډیو ته وویل چې د دې کسانو کورنیو له تېرو څو کالونو په ډېره پرېشانۍ کې وخت تېر کړی وو.

ده وویل، " د مړو د کورنیو غم یو خوا خو بل خوا د دوی ډاډه شو چې مړي یې ومیندل شوی هغه ځکه چې پېغلې نجونه د دې کسانو په انتظار ناستې وې."

د شانګلي يو اوسيدونکي ډاکټر همدرد يوسفزی وايي چي دغه ټولو وژني ذمه واري په حکومت دي او حکومت دې له خاندانو سره مالي مرستور سره سره راتلوکي وخت کي د داسې پيښو مخ نيوي وکړي.

په دي ورستو کي د خيبر پښتون خوا حکومت د مړو له پاره شهدا پييکيج اعلان کړی چې تر سوري لاندې به يې په يو مړي د هغوي خاندان ته ۲۶ لاکه روپۍ ورکول کېږي.

د دې تر څنګ به د هغه د کورنۍ یو کس ته سرکاري‌ نوکري هم ورکول کېږي.

د سوات شانګلې سيمې سره اړه لرونکي دغه کانکېندونکي چې د سکرو یا کویلې له يو کانه د ۲۰۱۱ م کال په وروستيو کې تښتول شوي ول، مړي يې پرون (اپرېل نهمه) په يوه ډله ییز قبر کې موندل شوي دي.

وروسته د خېبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ دغه مړي په شانګله کې د هغوی خپلوانو ته وسپارل.

د کانکېندونکو خپلوانو يې د دې ډله ييزه وژنې پرضد د اپرېل پر نهمه د پېښور او کوهاټ ترمنځ سړک د احتجاج په توګه بند کړی و خو څو ساعته وروسته يې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج ختم کړ. حکومت دوی ته د پېښې د پلټنې او د مړو له خپلوانو سره د مالي مرستې باور ورکړ.

د شانګلې سيمې زېد رحمان مشال راډيو ته وويل چې په يادو مړو کې درې د ده ورېرونه او دوه يې د تره زامن دي.

که څه هم حکومت د يادو کسانو د وژنې علت نه دی ښودلی خو د خېبر پښتونخوا په نيمه او قبايلي سيمو کې د کويلې په کانونو کې خپلمنځي شخړې روانې دي خو په تېر وختونو کې به په دغه سيمو کې وسله والو د کانونو له مالکانو د پېسو اخيستو لپاره کانکېندونکي هم تښتول.

د کانکېدونکو يو مشر هم رسنيو ته ويلي دي چې د کانکېدونکو د خوشې کولو لپاره يوې وسله والې ډلې هغه وخت له حکومته د ۱۵ لکه روپو تاوان غوښتنه کړې وه خو حکومت لا هم د دې پخلی نه دی کړی.

د ځايي امن لښکر يو مخکښ صابر وايي چې ياد قبر دوی له امنيتي ځواکونو سره د شريکو عملياتو پر مهال په ۲۰۱۹م کال کې موندلی و خو دوی ته دا نه وه معلومه چې په ياد قبر کې خښ کړل شوي مړي د چا دي.

د کوهاټ مرستيال کميشنر بشير احمد مشال راډيو ته ويلي چې د مړو خپلوان له ډېره وخته له حکومت سره په رابطه کې ول چې حکومت دې ورسره د مړو خپلو سيمو ته په انتقال کې مرسته وکړي.

حکومتي چارواکي وايي چې دا د ۲۰۱۱م کال د سېپټمبر میاشتې یوه پېښه ده چې ټول ۳۲ کسان تښتول شوي ول چې وروسته يې ۱۶ خوشي شوي او ۱۶ ورک ول.

XS
SM
MD
LG