د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سوداګر د باديني تجارتي لارې پرانيستل غواړي


د باديني پر لار دروازه
د باديني پر لار دروازه

د بلوچستان سوداګرو خونې يا کوټه چېمبر اف کامرس غوښتنه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باديني نوې تجارتي لاره دې ژر تر ژره پرانستل شي.

بادينی د بلوجستان پښتون مېشتې سيمې کلا سيف الله او افغانستان د زابل ولايت ترمنځ پروت دی. په دې لار به هغه وخت غیرقانوني تجارت کېده کله چې پخواني شوروري اتحاد پوځيان په افغانستان کې ول چې دې سمګلنګ د ۱۹۹۰م کلونو تر پايه پورې دوام وکړ. خو د بلوچستان د تجارو په غوښتنه د پاکستان حکومت د باديني لار په رسمي تجارتي لار بدلولو فیصله وکړه او په ۲۰۰۷م زکال کې هلته پر بنيادي ډانچه کار پیل کړ.

د افغاستان او پاکستان ترمنځ‌د ډيورنډ کرښې نيزدي ۱۲۰۰ کيليوميټره لار له بلوچستانه تيريږي خو د تجارت لار يوازې يوه د چمن هغه ده
اخترمحمد کاکړ

د بلوچستان چېمبر اف کامرس د باديني لار خلاصولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې مشري يې اختر محمد کاکړ کوي.

نوموړي د جولايي پر ۲۰ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شاوخوا ۱۲ سوه کلوميټره پوله تر بلوچستان تېرېږي خو د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت لپاره يوازې يوه لویه لار د چمن ده.

هغه زياته کړه چې د پاکستان حکومت د باديني لار خلاصولو لپاره هلته د بنيادي ډهانچې کار بشپړ کړی دی. د ده په خبره هلته د کسټم کليرنس او بېنک ودانۍ، چېک پوسټونه او دروازه جوړه شوې ده او ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۳مه به يې پرانسته کېدله خو د ګورنر او کورکمانډر د مصروفياتو له کبله دغه دستوره د مارچ ۲۷مه پورې وغځول شوه خو بيا د کورونا وايرس د خپرېدو له کبله هغه هم وځنډول شوه.

اختر کاکړ غوښتنه کوي چې بايد اوس ژر تر ژره دا لار خلاصه شي. د بلوچستان چېمبر اف کامرس مرستيال مشر بدرالدين کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې له اقتصادي بدحالۍ سره مخامخ دي نو د دې لار خلاصېدو سره به د دواړو غاړو ترمنځ تجارت زيات شي چې ورسره به سيمه اقتصادي وده وکړي.

د باديني لار خلاصولو دا موضوع د بلوچستان تجارانو له افغان ولسمشر سره د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۱۸مه نېټه په لاهور کې د ينجاب د ګورنر په کور کې د ملاقات پر مهال هم راپورته کړې وه او د اختر کاکړ په وينا ولسشمر اشرف غني له خپلې غاړې د لار خلاصولو په اړه هوکړه ورکړې وه. اشرف غني هغه مهال د پاکستان په سفر وو.

خو د پاکستان چېمبر اف کامرس مشر دارو خان اڅکزي وايی چې تر څو د افغانستان غاړې ته ورته انتظامات ونشي تر هغو د باديني لار په عملي توګه خلاصېدل ممکنه نه ده.

نوموړی د جولايي پر۲۰ مه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال په دې اړه د ايران او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو حواله ورکړه. د ده په خبره، يو وخت پاکستان له ايران سره د سوداګرۍ لپاره په ځينو سيمو کې د تجارت لپاره بنيادي ډانچه جوړه کړې وه خو ايران اجازه ورنکړه نو اسلام اباد دا کار پر ځای پرېښود.

د افغانستان حکومت سره بايد خبرې وشي چې د باديني پر لار خپلې خواته انتظامات وکړي. دا لار به د دواړو خلکو د اقتصاد په رغولو کې ډېره مرسته وکړي.
داروخان اڅکزی

د ده په خبره بايد له افغانستان حکومت سره په دې اړه خبره وشي او بلې غاړې ته هم ګمرک او نور اړين انتظامات وشي البته دی د باديني لار د سيمې او دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره مهم ګام بولي. د دارو خان اڅکزي په وينا، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مالي کال په دوران کې د بلوچستان يوازې تفتان او چمن لارو د پاکستان حکومت لپاره ۴۵ اربه روپۍ محصول راټول کړی وو چې د ده په خبره که نورې لارې هو خلاصې شي نو دا محصولات به څو چنده زيات شي. دې ته په کتو سره اختر کاکړ له باديني پرته د د ژوب قمردين، توبه کاکړي، توبه اڅکزي او ګلستان باندې هم له افغانسستان سره د تجارتي لارو پرانستلو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې له افغانستان سره د لارو بېرته خلاصولو لړۍ پیل کړې ده. حکومت د تورخم، خرلاچو، انګور اډې او غلام خان لارې وار له مخه د تګ راتګ او تجارت لپاره خلاصې کړې دي. پاکستان د کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په خاطر د مارچ په مياشت له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې تړلې وې. خو د چمن لار يې د پوره پر ځای لږه خلاصه کړې ده چې د حکومت د دې ګام پرضد په چمن کې له تېرو شاوخوا دوو مياشتو پرلت روان دی. پرلتوال غوښتنه کوي چې چمن لارې دې په مکمله توګه خلاصه شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي لارې تل له خلاصېدو او بندېدو سره مخامخ وي چې له کبله يې نه يوازې د عامو خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی بلکې دوه طرفه تجارت هم له تاوان سره مخامخ دی. د پاکستان او افغانستان د تجارو په وينا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانيو کلونو په پرتله اوس دوطرفه تجارت نيم په نيم ياني له دوه اشاريه اوه اربه ډالره څخه يو اشاريه څلور اربه ډالر ته راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG