د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: له ګاونډیو هېوادونو د ترکارۍ برامدکولو خلاف احتجاج کوونکي کروندګر نیول شوي


حکومت د پیازو او ټماټرو د کمبوت د پوره کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو افغانستان او ایران څخه واردات کړي وو.
حکومت د پیازو او ټماټرو د کمبوت د پوره کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو افغانستان او ایران څخه واردات کړي وو.

د بلوچستان حکومت د صوبې د هغو کروندګرو خلاف کارروايي کړې چې د سېپټېمبر پر اتمه یې د حکومت لخوا له ایران او افغانستانه د سبزي راغوښتل کېدو پریکړې پر ضد احتجاج کړی وو.

د بلوچستان د قلات ضلعې کروندګرو د سېپټېمبر پر اتمه پر دې خبره سخت احتجاج کړی وو چې مرکزي حکومت ولې له افغانستانه او ایرانه پیاز او ټماټر یا رومیان وارد کړې دي. د احتجاج پر مهال ځینو مظاهره کوونکیو له یوه کانټینره چې له ایرانه پکې ترکاري راوړل شوې وه، ټماټر غورځولي ول. پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې د وېډیو له خپرېدو وروسته پولیسو د مظاهره کوونکیو لټون پیل کړی وو. احتجاج کوونکو له قلاته کراچۍ ته تللې لاره هم تر څه مهاله تړلې وه.

د قلات ډوېژن کمېشنر داود خلجي نن، د سېپټمبر پر ۱۰مه، مشال راډيو ته وویل، حکومت د احتجاج کوونکیو کروندګرو خلاف ګامونه پورته کړي او پر ضد یې مقدمې درج کړې دي. نوموړی وايي، یو شمېر کروندګر یې نیولي، پر ضد یې مقدمې درج کړي او د ځینو نورو لټون یې پیل کړی دی.


په کوټه کې د بلوچستان د ګروندګرو اتحادیې مرکزي جنرل سیکرټري حاجي عبدالرحمان بازی مشال راډیو ته وویل چې د سېلابونو له وجې وار له مخې د زمیندارانو ډېر نقصان شوی او له ګاونډیو هیوادونو څخه د پیازو او ټماټرو راغوښتل کېدو پرېکړې دوی نور هم اندېښمن کړي دي.

زمینداران وايي، که دوی ته لارې خلاصې او اسانتیاوې ورکړل شي نو دوی په هېواد کې د سبزي کمی پوره کولی شي. بلخوا د ایران او افغانستان سره تجارت کوونکو سوداګرو په پېښه خپګان ښودلی او ویلې یې دي چې مخنیوی یې باید وشي.

واڼه کې د اوبو کمښت کروندګرو ته لوی زیانونه اړولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:04 0:00

د بلوچستان صوبې تجاران وايي، له افغانستان او ایران سره دې د برابرۍ په بنیاد سوداګري وشي. د پاکستان د نورو صوبو په شان په بلوچستان کې هم وروستیو ورښتونو او سېلابونو فصلونو ته په لویه پیمانه تاوان رسولی دی. حکومت د پیازو او ټماټرو د کمبوت د پوره کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو افغانستان او ایران څخه واردات کړي وو. په دې کار باندې د بلوچستان صوبې کروندګر خپه دي او وايي، له بهره د ترکارۍ له راتلو وروسته د دوی د ځايي پیازو او ټماټرو نرخونه پرېوتلي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG