د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايراني چارواکو د راديو فردا خبریال رضا حقیقت نژاد مړی په پټه ښخ کړی دی


د رضا حقیقت نژاد يو پخوانی تصویر
د رضا حقیقت نژاد يو پخوانی تصویر

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامی) وايي د ازادې اروپا راډيو فارسي څانګې (راديو فردا) خبریال رضا حقیقت نژاد مړی یې په پټه ښخ کړی دی.

د اکتوبر په ۳۰مه د حقیقت نژاد کورنۍ فردا راډيو ته ويلي چې چارواکو ورته خبر ورکړی چې د حقیقت نژاد مړی یې له شيراز ښاره بهر په يو ځای کې په پټه ښخ کړی دی.

۴۵ څلويښت کلن حقیقت نژاد د اکتوبر پر ۱۷مه د جرمني په برلن ښار کې د سرطان یا کینسر له ناروغۍ مړ شو. د هغه مړې د اکتوبر پر ۲۵مه د ښخولو لپاره ايران ته ليږدول شوی وو خو ایران ته د رسیدو سره چارواکو د هغه مور پلار ته د نوموړي مړی ونه سپاره او په يو نامعلوم ځای کې یې وساته.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د اکتوبر په ۲۸مه له ایراني چارواکو غوښتي وو چې د حقیقت نژاد مړی ژر تر ژره د هغه کورنۍ ته وسپاري. د ازادې اروپا راډیو مشر جیمي فلای هم د ایراني رژیم له خوا د حقیقت نژاد له کورنۍ سره چلند د شرم وړ او کرکجن بللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG