د لاسرسي ځای

تازه خبر

۷۵ کلن پاکستانی له ګوانتانامو زندانه خوشې شو


سیف الله پراچا له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهېسې په ګوانتانامو کې زنداني وو ــ انځور له ارشيفه
سیف الله پراچا له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهېسې په ګوانتانامو کې زنداني وو ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د ګوانتانامو بې زندان کې پاکستانی بندي سيف الله پراچه له تېرو ۱۸ کاله بند وروسته خوشې شوي او خپل هېواد ته رسېدلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت نن، د اکتوبر پر ۲۹مه، په بيان کې ويلي چې ۷۵ کلن پراچه نن پاکستان ته ور رسېدلی دی.

سيف الله پراچه په کيوبا کې د امريکا پوځې اډه کې له تېرو ۱۸ کالو راهيسې له القاعده ترهرې شبکې سره د مرستې په تور زنداني وو چې د تېر کال (۲۰۲۱ز) په مې مياشت کې يې د خوشي کېدو منظوري ورکړل شوې وه.

د نوموړي وکیل شبلي سوليوان بینس تېر کال ويلي وو چې پر موکل یې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې بریدونو په سازش کې له دوو کسانو سره د مرستې شک وو.

بینس زیاتوي چې سيف الله پراچه او دوه نور کسان د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۱۷مه نېټه په رسمي توګه خبر کړل شول چې د بیاکتنې بورډ (جرګګۍ) تر جاج وروسته دوی له تورونو پاک ګرځول شوي دي.

سوليوان ويلي وو چې جرګګۍ دې نتيجې ته رسېدلې وه چې پراچه نور د امريکا امنيت ته ګواښ نه دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې ياد وزارت د سیف الله پراچه د راستنېدو لپاره پراخه اداري پروسه بشپړه کړه چې وروسته هغه خپل ته ورسېدی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم د اکتوبر پر ۲۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې سيف الله پراچه نن خپل هېواد ته راستون شوی دی.

د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ليکلي چې سیف الله پراچه يو شتمن سوداګر وو چې په امریکا کې استوګن وو او په نیویارک ښار کې یې جايداد درلود. امريکا نوموړی په ۲۰۰۳ز کال کې په تايلېنډ کې نيولی وو او د ۲۰۰۴ز کال له سېپټېمبر راهیسې په ګوانتانامو کې زنداني وو.

چارواکو پر هغه له القاعده شبکې سره د سهولت کار تور پورې کړی وو. په ۲۰۰۵ز کال کې د نيويارک يو عدالت نوموړي ته د ۳۰ کلونو د بند سزا اورولې وه، خو پراچه له ترهګرو سره سره د مالي مرستو تورونه رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG