د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسدالله هارون له ګوانتانامو ازاد شوی او کابل ته رسېدلی دی


د ګوانتانامو زندان: ارشیف انځور
د ګوانتانامو زندان: ارشیف انځور

امریکايي چارواکو له ګوانتانامو زندانه افغان بندي اسدالله هارون خوشې کړی دی.

نوموړي له تیرو ۱۵ کالو نه په دغه زندان کې د بند شپې ـ ورځې تېرولې. افغان رسنیو تایید کړې ده چې نوموړی د جون پر ۲۵مه کابل ته رسیدلی دی. راپورونه وايي، نوموړی لومړی له ګوانتانامو نه دوحې ته او بیا وروسته له هغه ځایه کابل ته لېږدول شوی دی. نوموړي ته په کابل کې د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو هرکلی ویلی چې پکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم شامل وو.

تر دې وړاندې د هارون کورنۍ د جون پر ۲۴مه ويلي وو چې هغوی ته د هارون د خوشې کولو په اړه اطلاع ورکړل شوې ده. د اسدالله هارون عمر خواو شا ۴۰ کاله اټکلېږي.

د امریکا دفاع وزارت هم په يو بیان کې له ګوانتانامو زندان نه د اسدالله هارون خوشې کېدل تایید کړي دي.

هارون په ۲۰۰۶م کال کې د امریکايي ځواکونو لخوا هغه مهال ونيول شو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ به يې د شاتو کاروبار کولو. هغه په ۲۰۰۷م کال کې ګوانتامو زندان ته منتقل کړل شو، پر هغه تور وو چې د القاعده وسله والې ډلې قاصد او د يوې بلې وسله والې ډلې قوماندان وو.

هغه په رسمي توګه نه وو تورن شوی او د هغه کورنۍ هم دا تورونه رد کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG