د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ګوانتامو زندان د پرانيستي ساتلو امر کړی


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ناوخته د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله کلنۍ وینا کې وويل چې په تېرو وختونو کې يو شمېر خطرناکه ترهګر له امريکايي زندانونو خوشې کړل شوي وو خو هغوی بېرته د جګړې ډګر ته تللي او له امريکايي ځواکونو سره جنګېدلي دي، چې له همدې کبله هغه د يو انتظامي امر له لارې په کيوبا کې د ګوانتانامو ټاپو زندان د پرانستي ساتلو پرېکړه کړې ده.

د ټرمپ وينا وه، کله چې ترهګر له امريکا بهر ونيول شي نو له هغوی سره دې د ترهګر چلن وکړل شي.

نوموړي زياته کړه، موږ پخوا په احمقانه ډول د داعش د مشر ابوبکر البغدادي په ګډون په سلګونه داسې خطرناک ترهګر خوشي کړي دي چې د جنګ په ډګر کې بیا ورسره مخامخ شوي یو.

ګوانتامو زندان د امريکا پخواني ولسمشر جارج ډبليو بش د ۲۰۰۱ کال د ۱۱م سېپټېمبر تر ترهګرو بريدونو وروسته د مشکوکو ترهګرو ساتلو لپاره پرانیستی وو چې پوښتنې ګروېږنې ورڅخه وشي. که څه هم په ۲۰۰۹م کال کې د امريکا بل ولسمشر بارک اوباما د دې زندان د تړلو پرېکړه وکړه خو د کانګرېس د مخالفت له کبله دا زندان پرانستی پاتې شو.

يو وخت په دې زندان کې ۶۸۰ بنديان ساتل شوي وو خو دا مهال يوازې ۴۱ بنديان پکې موجود دي.

د ټرمپ وينا وه چې د اسلامي دولت وسله واله ډلې پر ضد به تر هغه وخته جنګېږي تر څو يې ماتې نه وي ورکړې. نوموړي زياته کړه چې هغه تېر کال ژمنه کړې وه چې د خپلو اتحادیانو په ملتیا به داعش د ځمکې له سره ورکوي.

د هغه په وينا، اوس یو کال وروسته زه تاسو ته د دې خبر په درکولو ویاړم چې د داعش ضد ایتلاف په شام، عراق او نورو ځایونو کې د هغې سیمې شاوخوا ۱۰۰ فیصده له داعش څخه نیولې ده کومه چې په دې وروستیو کې د یادې وژونکې ډلې تر ولکې لاندې وه.

که څه هم ولسمشر ټرمپ په خپله وينا کې د پاکستان ذکر ونه کړ خو د افغانستان په اړه يې لنډې خبرې وکړې.

له ډاکټر محمد تقي سره مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00

ټرمپ وويل، په افغانستان کې به زموږ جنګيالي د فعاليتونو لپاره نوې تګلاره ولري. زموږ پوځ به هلته له خپلو اتلو افغان ملګرو سره يو ځای نور په مصنوعي مهالوېشونو له پامه ونه غورځول شي او نور موږ خپلو دښمنانو ته خپل پلانونه نه په ډاګه کوو.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه وویل، امریکا د ایران له ازادي غوښتونکي ولس سره ولاړه ده. هغه د ايران د نړۍ د شپږو طاقتونو تر منځ شوې اټومي لوظنامې ته له سره د کتلو غوښتنه هم وکړه.

د شمالي کوريا په اړه ټرمپ وويل چې د نړۍ پر مخ چې څوک پر خپل ولس تر ټولو زيات ظلمونه کوي، هغه د شمالي کوريا رژيم دی.

که څه هم ولسمشر ټرمپ د مهمو بهرنيو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړې خو د هغه د وينا زياته برخه په تېر يو کال کې د امريکا د اقتصادي برياليتوبونو او داخلي چارو شاوخوا راڅرخېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG