د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوانتانامو کې له ۱۶ کلونو بندي پاکستاني د خوشې کېدو منظوري


سیف الله پراچه له ګوانتانامو زندانه پرېښوول کېږي
سیف الله پراچه له ګوانتانامو زندانه پرېښوول کېږي

یو ۷۳ کلن پاکستانی چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د امریکا په ګوانتانامو زندان کې وو، د خوشې کېدو رسمي منظوري یې ورکړل شوې ده.

د دې کس وکيل شبلي سوليوان بینس ويلي چې پر موکل یې د ۱۱م سېپتمبر (۲۰۰۱) بریدونو په سازش کې له دوو کسانو سره د مرستې شک وو.

بینس زیاتوي چې سيف الله پراچه او دوه نور کسان د مې پر ۱۷مه نېټه په رسمي توګه خبر کړل شول چې د بیاکتنې بورډ (جرګګۍ) تر جاج وروسته دوی له تورونو پاک ګرځول دي.

وکیل سليون د بورډ د اورېدنې پر مهال د ښاغلي پراچه استازيتوب کاوه.

نوموړي ويلي چې په رسمي سند کې د فيصلې نور تفصيل نه دی ورکړل شوی البته دې نتيجې ته رسېدلي چې پراچه نور د امريکا امنيت ته ګواښ نه دی.

د امريکا دفاع وزارت د ازادي اروپا رېډيو/ازادۍ رېډيو د مې میاشتې پر ۱۸مه ناوخته په ځواب کې ویلي چې پراچه او دوه نور بندیان د ''لېږد وړتیاتابه بڼې'' ته اړوي.

نيویارک ټايمز ويلي چې ۵۴ کلن پاکستاني شهري عبدالرباني او ۴۰ کلن یمني وګړي عبدالرحيم اتمان ته هم د خوشې کېدو د منظورۍ په اړه په رسمي توګه ويل شوي دي. پر دوی درې واړو د جرم کولو کوم رسمي تور نه وو پورې شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG