د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن اعلان کړ


د کينيا پوليسو ويلي چې ارشد شريف يې د اکتوبر پر ۲۳مه په غلطۍ په ډزو وژلی ,,. پخوانی انځور
د کينيا پوليسو ويلي چې ارشد شريف يې د اکتوبر پر ۲۳مه په غلطۍ په ډزو وژلی ,,. پخوانی انځور

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خبريال ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د کمېشن جوړولو مقصد د دې غمژنې پېښې شفافې پلټنې کول دي.

د پاکستان خبريالانو وفاقي اتحادیې (پی اېف يو جې) او د ارشد شريف کورنۍ د اکتوبر پر ۲۴مه د پلټنو غوښتنه کړې وه.

د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې پوليسو ويلي چې ارشد شريف د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر ونه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف د شناخت د غلطۍ له وجې ورڅخه ووژل شو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کينيا له ولسمشر سره د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټېلېفون خبرې کړې وې او ورڅخه يې د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې وه.

د شهباز شريف تر اعلان وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیرې مریم اورنګزېب هم د اکتوبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي ول چې وزیراعظم د های کورټ د جج په مشرۍ کې د پلټنو فیصله کړې ده.

ارشد شريف په دې وروستيو کې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې کولې چې له همدې امله یې پر ضد مقدمې درج شوې وې. تر دې وروسته نوموړي پاکستان پرېښود او دوبۍ ته ولاړ. ويل کېږي چې هغه څو ورځې وړاندې په لندن کې هم ليدل شوی وو.

د هغه کورنۍ د شفافو پلټنو غوښتلو لپاره په عدالت کې مقدمه هم درج کړې ده. اسلام اباد های کورټ نن (اکتوبر ۲۵مه) حکم وکړ چې د پاکستان حکومت دې د پلټنو پر وخت د خبريالانو اتحادیې باخبره وساتي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د ارشد شريف مړی له نېروبې څخه دوحې ته رسول شوی دی او د اکتوبر پر ۲۶مه د شپې شاوخوا يوه بجه به پاکستان ته وروړل شي.

د ارشد شريف مېرمنې جويريه صديق د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه ليکلي چې مېړه يې په تابوت کې وروړل کېږي خو زیاتوی چې په کينيا کې چارواکي د هغه د مرګ په اړه دوی ته جوابده دي.

XS
SM
MD
LG