د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي کمېشن مشره: د اوکراین پر ملکي انفراسټرکچر روسي بریدونه "د ترهګري عملونه" دي


اوکرایني کارکوونکي د اکتوبر پر ۱۷مه کییف کې د روسیې تر برید وروسته د اوروژنې او مرستندویه چارو پر مهال.
اوکرایني کارکوونکي د اکتوبر پر ۱۷مه کییف کې د روسیې تر برید وروسته د اوروژنې او مرستندویه چارو پر مهال.

د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین ویلي دي چې د اوکراین پر ملکي ودانیو او د برېښنا پر مرکزونو د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونه "سوچه د ترهګرۍ عملونه" دي چې د جنګي جرمونو په برخه کې راځي.

هغې د اکتوبر پر ۱۹مه د اروپايي ټولنې په پارلېمان کې په خبرو کې وویل، "په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، پر ملکي بېخبنا (زېربنا) هدفي حملې چې واضحه موخه یې سړي، ښځې او ماشومان له اوبو، برېښنا او حرارته بې برخې کول دي، سوچه د ترهګرۍ اعمال دي او موږ به یې په همدې نوم یادوو."

فن دېر لېین زیاته کړه چې له اوکراین سره به اوږدمهالې همکارۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې روسیو ځواکونو په بیا بیا د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر ملکي انفراسټرکچر بریدونه کړي دي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي دي او له وجې یې د هېواد درېیمه برخه برېښناکوټونو کار درېدلی دی او پر تر ۱،۰۰۰ زیاتو ښارونو، قصبو او کلیو بجلي قطع شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG