د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د هېليکاپټر غورځېدو په پېښه کې شپږ پوځيان وژل شوي دي


د روان ۲۰۲۲ز کال له اګست مياشتې راهيسې د پوځي هېليکاپټر د غورځېدو دا دویمه پېښه ده. د ۲۰۱۴ز کال انځور
د روان ۲۰۲۲ز کال له اګست مياشتې راهيسې د پوځي هېليکاپټر د غورځېدو دا دویمه پېښه ده. د ۲۰۱۴ز کال انځور

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې یې د یوه هېليکاپټر پرېوتو په پېښه کې د دوو افسرانو په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل، پېښه تېره شپه د هرنايي په خوست (کوسټ) سیمه کې د پرواز پر مهال شوې ده. بیان وايي، په وژل شویو کې دوه مېجران شامل دي چې پېلوټان ول.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۲۶مه نېټه پر ټويټر پاڼه پر دې پېښه خفګان څرګند کړی دی.

پوځ د هېلیکاپټر د پرېوتو لامل نه دی ښوولی خو زیاتوي چې نور معلومات به وروسته شریک کړي. د پاکستان پوځیان په خوست کې په یوه کلا کې پراته دي او د اګست په نیمايي کې یې هلته په وسله وال برید او نښته کې د یو مېجر د ژوبلېدو خبر ورکړی وو.

تر هغې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو احتجاج کړی وو او تور یې پورې کړی وو چې د پوځ د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ژوبل شوي ول. د احتجاج پر مهال د یوه سیاسي فعال وژنې او د یوشمېر نورو ژوبلېدو وضعیت لا ترینګلی کړ او ځايي خلکو پرلت وواهه چې لا هم روان دی.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر لومړۍ نېټه هم د بلوچستان په لسبېله سيمه پوځي هېليکاپټر غورځېدلی وو چې پکې د سوهېېلي زون کور کمانډر په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي ول.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې هغه وخت په بیان کې ويلي ول چې د لومړنیو پلټنو له مخې، دا هېليکاپټر د خراب موسم له کبله لوېدلی دی.

پوځ ويلي ول چې کور کمانډر په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستندويه کارونو څارنه کوله.

XS
SM
MD
LG