د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبډلې ۲۰ اووریزه سیالۍ کې بنګلادېش ته ماتې ورکړه


د پاکستان لوبغاړی بابر اعظم د اکتوبر پر ۱۳مه د توپ وهلو پر مهال.
د پاکستان لوبغاړی بابر اعظم د اکتوبر پر ۱۳مه د توپ وهلو پر مهال.

په نيو زيلینډ کې د درو هېوادونو ترمينځ د روانو ۲۰ اووريزو سياليو په لړ کې پاکستان بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړې ده.

د اکتوبر پر ۱۳مه د نيو زيلینډ په کرايسټچرچ کې په شوې سيالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې. پاکستان هدف د درو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰م اوور کې پوره کړ.

د کوربه هېواد نيو زيلېنډ تر څنګ د درو هېوادونو په روانو سياليو کې پاکستان او بنګلا دېش برخه اخلي. د اکتوبر پر اوومه په پيل شويو سياليو کې تر دې دمه پاکستان څلور لوبې کړې او درې يې ګټلي دي. نيو زيلېنډ درې سیالۍ کړې او دوه يې ګټلي دي. بنګلادېش خپلې درېواړه سیالۍ بایللې دي.

د روانو سياليو اوومه او وروستۍ لوبه به د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي. د لوبو دا لړۍ تر ۲۰ اووريز نړيوال جام دوه ورځې مخکې پای ته رسي. د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام سيالۍ به د اکتوبر له ۱۶مې څخه د نومبر تر ۱۳مې په اسټراليا کې کېږي.

په نړيوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ سيالي د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان خلاف کوي. بلخوا پاکستان د اکتوبر پر ۲۳مه د هند خلاف خپله لومړۍ سيالي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG