د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيوزيلېنډ پاکستان ته په ۲۰ اووریزه کرکټ لوبه کې ماتې ورکړه  


نيوزيلېنډ د پاکستان لخوا ورکړل شوی د ۱۳۰ منډو هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۶م اوور کې پوره کړ.

په نيوزيلېنډ کې د دريو هېوادونو ترمينځ روانو ۲۰ اووريزو سياليو لړ کې نيوزيلېنډ پاکستان ته په نهو وکټونو ماتې ورکړه.

نن (د اکتوبر پر ۱۱مه) د نيوزيلېنډ په کرايسچرچ کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ پاکستان وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې. نيوزيلېنډ دا هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۶م اوور کې پوره کړ.

د کوربه هېواد نيوزيلېنډ تر څنګ د دريو هېوادونو په روانو سياليو کې پاکستان او بنګلا دېش برخه اخلي.

د اکتوبر پر اوومه پيل شويو سياليو کې تر دې دمه نيوزيلېنډ او پاکستان درې درې لوبې کړې او دواړو لوبډلو دوې لوبې ګټلې او يوه يې بايللې ده. بلخوا بنګلادېش تر اوسه دوې لوبې کړې او دواړې يې بايللي دي.

د روانو سياليو اوومه او وروستۍ لوبه به د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي.

د لوبو دا لړۍ تر ۲۰ اووريز نړيوال کپ دوې ورځې مخکې پای ته رسېږي. د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام سيالۍ به د اکتوبر له ۱۶مې بيا د نومبر تر ۱۳مې په اسټراليا کې کېږي.

په دې نړيوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ سيالي د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان خلاف کوي. بلخوا به پاکستان د اکتوبر پر ۲۳مه د هند خلاف خپله لومړۍ سيالي کوي.

XS
SM
MD
LG