د پاکستان چارواکي وايي، د سېنټورس شاپنګ مال په مشهوره کاروباري مرکز کې لګېدلی اور یې وژلی دی او په پېښه کې هېچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د اسلام اباد پرمختیايي چارو ادارې (کیپېټل ډېوېلپمنټ اتارټي یا سي ډي اې) پر ټوېټر پاڼه د اکتوبر نهمې تر پېښې وروسته لیکلي چې اور یې په دوو ساعتونو کې دننه وواژه.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې د سېنټورس مارکېټ په ودانۍ کې لمبې ښکاري، ورڅخه لوګي خېژي او خلک په وارخطایۍ کې په بیړه له ودانۍ وځي.
سي ډي اې وايي، د اور وژنې په عملیاتو کې د اور وژنې ادارې، پاکستان بحري او هوايي ځواکونو تر څنګ د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) عملې هم برخه واخیسته.
د اسلام اباد انتظامي مشر پر رسمي ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې د تخنیکي ډلې د ارزونې تر رپورټ پورې یې کاروباري مرکز احتیاطاً تړلی دی.
تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی معلوم خو چارواکو یې په اړه اووه کسیزه پلټنیزه کمېټي جوړه کړې چې ورته په راتلونکو درو ورځو کې د خپل رپورټ دایرولو امر شوی دی.