د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب په شېخورپوره کې اته کسان په تبر او چړو وژل شوي‌


پوليس ځايي‌ رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې په تور یې یو کس نیولی کوم چې دماغي ناروغ ښکاري. (انځور له ارشیفه)
پوليس ځايي‌ رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې په تور یې یو کس نیولی کوم چې دماغي ناروغ ښکاري. (انځور له ارشیفه)

د پنجاب په شېخوپوره کې يو کس اته داسې کسان په تبر او چړو وژلي چې هغوی له شپې ویده وو.

د پنجاب پولیس وايي چې د شېخورپورې په هیچړ کلي‌ کې د اکتوبر پر اتمه سهار وخت درې بجې اته تنه په تبرونو او چړو وهل شوي او وژل شوي دي.

پوليس ځايي‌ رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې په تور یې یو کس نیولی کوم چې دماغي ناروغ ښکاري.

بل پلو د پنجاب وزير اعلا چوهدري پروېز الهي په دې اړه له پولیسو د پلټنو رپورټ غوښتی دی. تر اوسه دا نده څرګنده چې دې کس به دا کسان ولې وژلي وي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG