د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په پېښور کې د يو وسلوال د وژلو ادعا کړې 


په پېښور کې د پاکستان امنيتي سرتېري ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه
په پېښور کې د پاکستان امنيتي سرتېري ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ د پېښور په متنیو کې د يو مشکوک وسلوال د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اکتوبر پر شپږمه یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په متنیو سيمه کې د مشکوکو وسلوالو خلاف عملیات وکړل. خبرپاڼه زياتوي چې د وسلوالو او امنیتي عسکرو ترمينځ تر څه وخته ډزې هم وشوې او د پوځ په ځوابي ډزو کې یو وسلوال ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس پر پوځ او پولیسو په وسلوالو بریدونو کې ککړ وو، خو تر اوسه خپلواکه سرچينو يا کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دې ویلي.

تر دې وړاندې پوځ ويلي ول چې د اکتوبر پر درېيمه وسلوالو د پېښور د متنیو په شيځوله سيمه کې د امنیتي ځواکونو پر قافله بريد کړی وو چې پکې دوه پوځيان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول. پوځ هغه مهال په ځوابي ډزو کې د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا هم کړې وه.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو او پوليسو وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG