د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د ۸۱۶ مېليونه ډالرو خواست کړی


د پاکستان حکومت ويلي چې په هغه هېواد کې سېلابونو تر ۳۳ مېليونه زيات کسان اغېزمن کړي دي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان حکومت ويلي چې په هغه هېواد کې سېلابونو تر ۳۳ مېليونه زيات کسان اغېزمن کړي دي ــ انځور له ارشيفه

ملګرو ملتونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو خواست له ۱۶۰ مېلیونه ډالره څخه ۸۱۶ مېليونه امریکايي ډالرو ته پورته کړی دی.

د پاکستان د ماحولیاتي بدلون مخنیوي چارو وزیرې شیري رحمان د اکتوبر پر څلورمه په جېنيوا کې د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې یو کانفرنس ته په وینا کې وویل چې پاکستان د سېلابونو له کبله له اوښتو زيانونو څخه د وتلو توان نه لري او باید نړیوال خپلې مرستې ډېرې کړي.

نوموړې زیاته کړه چې په سېلابونو کې د وژل شويو او ژوبلو "درېیمه برخه ماشومان" دي او حکومت یې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د خلکو ژغورلو او هغوی ته د اسانتیاو ورکولو په کارونو بوخت دی.

پر دې مهال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس وویل چې پاکستان د عامي روغتیا د "ناورین پر درشل ولاړ" دی او که مرستې ورسره و نه شي نو په راتلونکې کې به نور خلک هم ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، له شيري رحمان سره يې د ليدو پر وخت هغې ته باور ورکړ چې ډبليو اېچ او به په سېلاب ځپلو سيمو کې د روغتيا په برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې سېلابونو ورته د ۳۰ اربه یا بېليونه امریکايي ډالرو تاوانونه اړولي دي چې ملګري ملتونه یې لامل د اب و هوا یا اقلیم بدلون يادوي.

په داسې حال کې چې د سېلابونو په نتیجه کې د ناروغیو او د لوږې د زیاتوالي وېره څرګنده شوې، ملګرو ملتونو له پاکستان سره د بشري مرستو خواست له ۱۶۰ مېلیونه ډالرو څخه ۸۱۶ مېلیونه ډالرو ته پورته کړ.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر جولیان هارنېس وویل چې هغوی تر سېلابونو وروسته د مړینې او ویجاړۍ دویمې مرحلې ته ننوځي او نوې بودیجه به د خوړو یا غذايي خوندیتوب، د روغتیا پاملرنې، د څښلو پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې لګوي.

د پاکستان د قدرتي ناورينونو د نظم ملي ادارې د اکتوبر پر پينځمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۲ز کال له جون مياشتې راهيسې اورښتونو او سېلابونو د اکتوبر څلورمې تر ماښامه ۱،۶۹۶ کسان وژلي او ۱۲،۸۶۷ کسان يې ژوبل کړي دي.

د پاکستان حکومت ويلي چې هغو سېلابونو تر ۳۳ مېليونه زيات کسان اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG