د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په ټرافيکي پېښو کې ۲۸ کسان وژل شوي دي


پاکستان کې نېږدې هره ورځ په ټرافيکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. د ۲۰۱۳ز کال د جولای ۱۲مې انځور
پاکستان کې نېږدې هره ورځ په ټرافيکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. د ۲۰۱۳ز کال د جولای ۱۲مې انځور

د پاکستان په پنجاب او سيند صوبو کې په دوو جلا، جلا ټرافيکي پېښو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۱ ټپيان دي.

لومړۍ پېښه کې د پنجاب پر سکهر او ملتان موټر وې شوې چې د يو بس او تېل وړونکي ټانکر ترمیځ ټکر شوی او پکې ۲۰ کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

د ملتان کمېشنر پر رسمي ټويټر پاڼه ليکل شوي چې د اګست پر ۱۶مه سهار وختي څلور بجې له لاهور څخه کراچۍ ته روان مسافر بس د جلال پور پیر والا پر انټرچېنج له تېل وړونکي ټانکر سره وجنګېد چې په نتیجه کې اور ولګېد.

پر پاڼه ليکل شوي چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي او شپږ ټپی دي. زخميان د ملتان نشتر روغتون ته وړل شوي دي. بلخوا د موټر وې پوليس په وينا، دغه بس تېره شپه لاهور څخه کراچۍ ته روان شوی وو او داسې ښکاري چې ډرايور يې ويده شوی او بس يې په ټانکر کې وهلی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم پر ټويټر پاڼه په بیان کې پر پېښه خفګان ښوولی دی.

دا په پنجاب کې په تېرو درې ورځو کې دويمه لویه ټرافيکي پېښه ده. د اګست پر ۱۳مه هم د رحيم یار خان ضلع په فيروزه سيمه کې مسافر وړونکي بس له ګنو بار ټرک سره ټکر کړی وو چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي ول.

د سيند پېښه

هلته په سيند صوبه کې چارواکي وايی چې د اګست پر ۱۶مه نېټه له کراچۍ څخه سوات ته روان مسافر وړونکی بس د سکهر له روهړي انټرچېنج سره نړېدلی چې پکې اته کسان مړه او ۲۵ ټپیان دي.

د خيره ادارې ايدهي فاونډېشن چارواکي ګل مېراني مشال رېډیو ته ويلي چې بس د تېز رفتارۍ له کبله نړېدلی دی. د ده په خبره، په وژل شوو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم دي.

په پاکستان کې نېږدې هره ورځ په ټرافيکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي چې پر ټرافيکي قانون عمل نه کول، خراب سړکونه، غير مسلکي چلوونکي او تېز موټر چلول يې مهم لاملونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG