د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې په چاودنه کې ۱ کس وژل شوی دی


د جولای پر اوومه په مردان کې له یوې تاڼې سره په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی وو او څلور کسان پکې ټپیان ول.
د جولای پر اوومه په مردان کې له یوې تاڼې سره په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی وو او څلور کسان پکې ټپیان ول.

پولیس وايي، د مردان د چورا تاڼې په حدودو کې چاودنه شوې ده چې پکې یو کس وژل شوی دی.

د مردان د پولیسو مشر له دفتره رسنیو ته د ورکړیو معلوماتو له مخې چاودنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه ماسپښین شاوخوا یوه بجه شوې ده.

پولیس وايي، له لومړنیو معلوماتو سره سم، وژل شوی کس ښايي ځانمرګی بریدګر وو چې هدف ته تر رسېدو مخکې یې په ځان پورې تړلي بارود چاودېدلي دي خو زیاتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د جولای پر اوومه په مردان کې له چمتار تاڼې سره نېږدې د رېموټ کنټرول بم برید شوی وو چې پکې یو پولیس وژل شوی او د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي ول.

د مردان د پولیسو یوه لوړپوي چارواکي ثنا الله پر هغه ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې شاوخوا ۱۰ کېلوګرامه بارود لرونکی بم د یوه پله لاندې ایښی وو او چاودنه هغه مهال وشوه چې د پولیسو ګاډی ورڅخه تېرېده.

په چاودنه کې د تاڼې دېوال ته زیان رسېدلی وو او دروازه یې پرېوتې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG