د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په پينځو ضلعو کې د پوليو ضد پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی


د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د روغتيا څانګې کارکوونکي ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ــ پخوانی انځور
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د روغتيا څانګې کارکوونکي ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ــ پخوانی انځور

د بلوچستان په پینځو ضلعو کې ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکولو پینځه ورځنی کمپاين د سېپټمېبر له ۲۷مې پیل شوی دی.

په کوټه کې د پوليو ضد بېړني مرکز مرستيال مشر حميدالله ناصر مشال راډیو ته نن (سېپټېمبر ۲۷مه) وويل چې د کوټې په ګډون په پښتون مېشتو ضلعو ږوب، کلا عبدالله، پښين او چمن کې به تر اته لکه زیاتو ماشومانو ته پوليوضد څاڅکي ورکول کېږي.

د ده په خبره، د پینځه واړو ضلعو په ۱۴۱ يونين کونسلونو کې د پوليو تر ۳،۵۰۰ زیاتې ډلې د کمپاين لپاره ګومارل شوې دي.

په بلوچستان کې له تېر شاخوا يوه نيم کاله راهيسې د پوليو هېڅ يوه پېښه نه ده ثبت شوې خو په پاکستان کې روان ۲۰۲۲ز کال کې تر دې دمه ۱۹ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې ټول په خيبر پښتتونخوا دي.

په دې کې ۱۶ پېښې په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يو په جنوبي وزیرستان کې رپورټ شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG