د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر درمسال بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي


يوه افغانه سيکه د کورنۍ پر غم ژاړي
يوه افغانه سيکه د کورنۍ پر غم ژاړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ننی بريد د انسانيت خلاف جنایت بللی. هغه د پېښې قربانيانو سره د مرستې او د بريد په اړه د تحقیقاتو حکم ورکړی دی.

د افغانستان کورنيوو چارو وزارت د مارچ په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په کابل کې پر يو درمسال نن شوې حمله کې ۲۵ کسان وژل شوي‌ دي او اته کسان زخميان دي.

د کورنيوو چارو وزارت ترمخه نن سهار يو وسله وال د کابل په شور بازار کې يو درمسال ته په داسې وخت ننوت چې هلته سيکان پر عبادت مصروف وو. دې بريدګر پر خلکو ناتاره ډزې وکړي او بيا وروسته یې ځيني کسان یرغمل کړل.

په دې بريد کې ۲۴ سيکان او یو مسلمان وژل شوی دی. دا مسلمان کس د دې درمسال څوکېدار وو. د هغې په وېنا په وژل شوو کې شپږ مېرمنې او يو ماشوم شامل دي.‌
انار کلي هنريار


د کورنيوو چارو وزارت ويلي چې په لسګونو خلک یې تر برید لاندې درمسال څخه وژغورل او خوندي ځای ته یې انتقال کړل. داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه واري اخیستې. برید ګر هم وژل شوی.

د سيکانو د ټولنې مشر او د پارليمان غړي نريندر سينګ خالصه نن ازادي راډيو ته وويل چې د بريد په وخت خوا او شا ۱۵۰ کسان په درمسال کې وو.

د سيکانو یوې بلې مشرې، انارکلي هنريار چې د سېنټ غړې هم ده، نن مشال راډيو ته وويل چې په دې بريد کې ۲۴ سيکان او یو مسلمان وژل شوی دی. دا مسلمان کس د دې درمسال څوکېدار وو. د هغې په وېنا په وژل شوو کې شپږ مېرمنې او يو ماشوم شامل دي.‌ نوموړې زياته کړه چې د دې پېښې پلټنې دې وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سختو ټکو دا بريد غندلی او د انسانیت پر ضد جنايت بې بللی دی. هغه په يوه خبرپاڼه کې د پېښې د قربانيانو سره د مرستې حکم ورکړی دی.‌ بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دې سخته ورځ‌ د خپلو سيکانو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دی. هغه زياته کړې: ((په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو بريدونو جنګ ته زمينه برابره کړې چې د دغې ډلې تر سيوري لاندې نورو ترهګرو ډلو وروزل شي.))

د امریکې سفارت او ملګرو ملتونو هم دا بريد غندلی دی.

د ۲۰۱۸ کال د جولای په میاشت کې په جلال اباد ښارکې په یوه ځانمرګي حمله کې د سیکانو او هندوانو د یوه استازي په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي وو. د هغه بريد زمه واري هم داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی وه.

کابل: پر درمسال بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

XS
SM
MD
LG