د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په کابل کې بند پاتې هندیان او ځیني افغان سیکان وویستل


د افغانستان پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې پخوا زیات شمېر سیکان او هندوان مېشت ول خو اوس یې شمېره مخ په کمېدو ده.
د افغانستان پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې پخوا زیات شمېر سیکان او هندوان مېشت ول خو اوس یې شمېره مخ په کمېدو ده.

په کابل کې د هند سفارت وايي، په افغانستان کې بند هندي وګړي او ځيني افغان سيکان يې دهلي ته لېږلي دي.

یاد سفارت د جولای په ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نن ليږل شوي دا خلک اتمه ډله ده چې له افغانستانه یې هند ته لېږي.

انډين ایکسپريس ورځپاڼې ليکلي چې په دې کسانو کې يوولس افغان هندوان او سيکان شامل دي.

څلور مياشتې مخکې په کابل کې پر يو درمسال د داعش په بريد کې ۲۵ سيکان ووژل شول. تر هغې وروسته، سيکانو د هند حکومت ته خطونه ولېږل چې پناه ورته ورکړي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG