د ملګرو ملتونو پلټونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې په اوکراین باندې د روسیې د ناببره یرغل په ترڅ کې جنګي جرمونه ترسره شوي دي.
د اوکراین په اړه د تحقیقاتو د یوه کمیسیون مشر ایریک موس پرون (د سېپتټېمبر ۲۳) په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې «د کمیسیون له خوا د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ دې نتیجې ته رسیدلی چې په اوکراین کې جنګي جنایتونه شوي دي.»
دا کمیسیون په مې میاشت کې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د جرمونو د څیړلو لپاره جوړ شوی وو.
ایریک موس زیاته کړې چې د کمیشن کارپوهانو د روسیې له خوا د خلکو د اعدامونو په اړه باوري تورونه ترلاسه کړي او ثبت کړي دي.
پینل د کییف، چرنیهیف، خارکیف او سومي په سیمو کې د اعدامونو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دا سیمې د روسیې ځواکونو لخوا نیول شوي.
وړاندې وویل، ورته معلومه شوې ده چې یو شمېر روسي سرتیري د جنګي جرمونو مرتکب پاتې شوي دي.