د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې د پراخو مظاهرو د مخنيوي لپاره انټرنېټ تړل شوی


په ايران کې د يوې نجلۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته پراخې مظاهرې شوې دي.
په ايران کې د يوې نجلۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته پراخې مظاهرې شوې دي.

د ايران حکومت د روانو مظاهرو د شدت کمولو لپاره د سېپټېمبر پر ۲۱مه په ټول هېواد کې انټرنيټ نېږدې په بشپړ ډول بند کړی وو.

د ټولنیزو رسنيو کاروونکو ځينو ایرانيانو ويلي چې د دوی د پېغام لېږدولو اپ، وټس اپ او د انځورونه شريکولو پاڼه انسټاګرام بند ول.

په ايران کې د ټولنيزو رسنيو ګڼ ووبپاڼې تړلې دي خو يوازې پکې انسټاګرام ازاد وو چې ډېر مشهور دی چې خلکو پرې څو ورځې مخکې د يوې ۲۲ کلنۍ نجلۍ تر وژل کېدو وروسته د پراخو مظاهرو ويډيوګانې شريکولې.

دا نجلۍ مهسا اميني نومېده چې د حجاب نه کولو له امله لومړی پوليسو ونيوله چې بيا د بشري حقونو د فعالانو په وينا. د هغو په شکنجه کې مړه شوه.

په ايران کې تر دې مخکې هم د مظاهرو د مخنيوي لپاره انټرنېټ بند کړل شوی دی. خو په لندن کې د نېټ بلاکس په نوم يوه اداره چې په نړۍ کې د انټرنېټ څارنه کوي، ويلي چې په ايران کې دا ځل د انټرنېټ بندېدل تر ټولو سخت ترینې درجې ته رسېدلي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG