د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: برتانيه پاکستان او اسټريليا هند ته ماتې ورکړه


د برتانيه او پاکستان ترمنځ د لوبې انځور
د برتانيه او پاکستان ترمنځ د لوبې انځور

د شل اووریزه کرکټ په دوه بېلابېلو لوبو کې برتانيه پاکستان او اسټريليا هند ته ملاتې ورکړه.

انګلستان د سيپتمبر په ۲۰مه، په کراچۍ کې شوې لوبه کې پاکستان ته په شپږو وکټونوماتې ورکړه. پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې د برتانيه لوبډلې دا هدف په ۲۰م اوور کې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. دا د دواړو لوبډلو ترمينځ د اوو ۲۰ اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي وه. له دې وروسته به درې نورې لوبې لا هم په کراچۍ کې او وروستۍ درې لوبې به په لاهور کې کېږي.

د انګلېنډ کرکټ ملي لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده او د اکتوبر پر دويمه به د پاکستان پرضد خپله اوومه او وروستۍ لوبه کوي.

بلخوا اسټريليا د ۲۰ اووریزو سیاليو په لومړۍ لوبه کې د سيپتمبر په ۲۰مه په ۴ ويکټو ماتې ورکړه. لومړی بېټينګ هند وکړ او د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۰۸ منډې جوړې کړي. اسټريليا دا هدف په اخري اوور کې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه شل اووریزه لوبه د سيپتمبر په ۲۳مه او درېيمه به د سيپتمبر په ۲۵مه کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG