د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو پوليسو ځايي مشرانو ته د قانوني شوراګانو جوړولو ډاډ ورکړی


د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خيبر پښتونخوا په مومندو کې د پوليس چارواکو او د ترکزو د ملکانو ترمینځ پر مختلفو ستونزو خبرې وشوې.
د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خيبر پښتونخوا په مومندو کې د پوليس چارواکو او د ترکزو د ملکانو ترمینځ پر مختلفو ستونزو خبرې وشوې.

د خيبر پښتونخوا په مومندو کې پوليسو ځايي مشرانو ته د ولسي کمېټيو او قانوني شوراګانو جوړولو ډاډ ورکړی دی.

پوليسو دا ډاډ نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) په یکه غونډ کې د پرانيستي عدالت په شان يوه غونډه (کهلي کچهري) کې له ملکانو سره د خبرو اترو پر مهال ورکړ.

په ۲۰۱۸ز کال کې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته په لومړي ځل په مومندو کې د پوليسو او د ترکزو د ملکانو ترمینځ دغسې يوه غونډه شوې ده.

په غونډه کې شامل ملک مثل خان پوليس چارواکو ته وويل چې د قبايلي سيمو په خیبر پښتونخوا کی تر ورګډېدو وروسته خاصه دار او لیویز ځواکونه د پولیسو برخه جوړ شول خو دوی ته د پوليسو په شان مراعات لاهم نه دي ورکړل شوي. تر انضمام وروسته قبايلي ضلعو ته د پاکستان قانون غځېدلی چې پکې تر ټولو لومړی يې د پوليسو هغه وو.

په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د مومندو مشر ملک سيف الله خان پوليسو ته وويل چې پېښور های کورټ په ۲۰۱۷ز کال کې د لانجې ښکار د ۱۳ کلیو د خلکو د رایو فهرست د مومندو برخې ګرځولو امر کړی وو چې دا کار وشو خو د دې کلیو د پولیسو چارې لاهم له چارسدې ضلعې سره دي.

هغه زیاته کړه، "د ۱۳ کلیو خلک ښه تعلیم یافته او ډېر پرامنه دي، دوی به له تاسو سره مرسته کوي، د یکه غونډ د دروازې کوز لور ته پراته خلک ځانونه په چارسده کی نه شمېري نو ځکه چی کله هم د (شوقدر چارسدې) پولیس جرګې له ورغواړي، موږ نه ورځو."

د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې تر ګډېدو وروسته په لومړي ځل په مومندو کې د ملکانو او پوليسو ترمینځ غونډه شوې ده.
د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې تر ګډېدو وروسته په لومړي ځل په مومندو کې د ملکانو او پوليسو ترمینځ غونډه شوې ده.

د لانجمنو کلیو په نوم مشهوره دغه کلیو شمېر ۲۵ دی چې د مومندو برخه ول خو په ۱۹۹۸ز کال کې صوبايي حکومت له مومندو بېل کړل او په چارسده کې يې شامل کړل.

له دې وروسته د دې کليو خلکو احتجاجونه پیل کړل او تر يوه اوږده تحریک او عدالتي هلو ځلو وروسته په ۲۰۱۷ز کال پېښور های کورټ فيصله وکړه چې په دې کې دې د ۱۳ کلیو ووټونه يا رايې د مومندو انتخاباتي کمېشن سره درج شي.

د مومندو د پولیسو مشر سجاد صاحبزاده د غونډې ګډونوالو ته وويل چې ضم شويو پولیسو ته له قانون سره سم هرډول مراعات ورکوي او په دې اړه اړونده چارواکو منظوري هم ورکړې ده.

د لانجمنو کليو په اړه هغه ملکانو ته ډاډ ورکړ چې دا خبره به د مومندو او چارسدې له چارواکيو سره څېړي.

تر انضمام وروسته له ملکانو سره دا اندېښنه پېدا شوې وه چې د دوی جرګې او رواجونه به له مینځه ولاړ شي. هم دې اندېښنو ته په ځواب کې د پولیسو مشر سجاد صاحبزاده د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دوی د ولسي تماسونو کمېټۍ جوړوي چې يو هدف يې دا دی چې د جرګو رواج له مینځه ولاړ نه شي.

نوموړي زیاته کړه، "داچې د مومندو د جرګو نظام له مینځه ولاړ نه شي، د دې لپاره پبلک لایزان کمېټۍ (عوامی رابطه کمیټۍ) جوړوو چې هدف یې هم دا دی چی په شریکه ستونزې هواري کړو،. لکه که چا سړک بند کړ، یا چېرته د بجلۍ د نه شتون ضد احتجاج وشو، نو پوليس به د کمېټۍ مشرانو ته وايي چې راشئ او دا ستونزه هواره کړئ. کوشش کوو چې په لنډو ورځو کې دا کار پیل شي."

XS
SM
MD
LG